څنګه یو طنزي ګوند د نریندرا مودي لپاره پر ستر سیاسي ننګونه بدل شو؟

په هند کې د زده‌کړیز نظام، د پوهنتونونو د داخلې ازموینو کې د درغلیو او د ځوانانو د ستونزو پر وړاندې لاریونونه په پراخېدو دي. دغه اعتراضونه وروسته له هغې پیل شول چې د طبي زده‌کړو د داخلې په ازموینه کې د درغلیو ادعاوې مطرح شوې، چې شاوخوا دوه میلیونه زده‌کوونکي یې اغېزمن کړي دي.

د راپورونو له مخې، د هند پولیسو تېره ورځ (سه‌شنبه) د کانګرس ګوند مشر راهول ګاندي په ګډون یو شمېر اپوزیسیون مشران هغه مهال ونیول چې د لومړي وزیر نریندرا مودي د استوګنې ځای مخې ته یې اعتراض کړی و. راهول ګاندي، چې د مودي د استعفا غوښتنه یې کړې وه، څو ساعته وروسته بېرته خوشې شو. د هغه خور پریانکا ګاندي او یو شمېر نور سیاسي مشران هم د لاریونونو پر مهال نیول شوي دي.

په همدې حال کې، «کاکروچ ګوند» په نوم یو نوی طنزي سیاسي خوځښت په ټولنیزو شبکو کې په چټکۍ مشهور شوی او د ناراضه ځوانانو د غږ په توګه مطرح شوی دی.

د دغه ګوند بنسټګر ابیجیت ډیپکي ادعا کړې چې د هند حکومت د ګوند رسمي وېب‌پاڼه بنده کړې او د هغه شخصي انسټاګرام حساب هم هک شوی دی. نوموړی وایي، دغه خوځښت د هند د سترې محکمې د مشر قاضي سوریا کانت د هغو څرګندونو وروسته رامنځته شو چې ځینې بې‌کاره ځوانان یې له کاکروچ سره پرتله کړي وو.

که څه هم قاضي سوریا کانت وروسته څرګنده کړه چې موخه یې د جعلي اسنادو لرونکي کسان وو، خو د هغه وضاحت د خلکو د غبرګونونو په کمولو کې پاتې راغلی.

راپورونه وایي، دغه طنزي ګوند له جوړېدو یوازې څو ورځې وروسته د ټولنیزو شبکو له پراخ ملاتړ سره مخ شو او د انسټاګرام پاڼې یې له ۲۲ میلیونو ډېر پلویان راجلب کړل، چې د هند د سیاسي خوځښتونو له ډلې د پام وړ شمېر بلل کېږي.

د دغه غورځنګ ملاتړ کوونکي د هند د پوهنې وزیر دھرمیندر پرادان استعفا غواړي او وایي چې د طبي داخلې ازموینو کې د درغلیو ادعاوې باید په جدي ډول وڅېړل شي.

دغه اعتراضونه په داسې حال کې دوام لري چې ګڼ شمېر هندي ځوانان د بې‌کارۍ، د ژوند د لګښتونو لوړېدو او اقتصادي ستونزو له امله اندېښمن دي. د هند حکومت بیا ټینګار کړی چې د زده‌کړو د کیفیت لوړولو او د ازموینو د روڼتیا لپاره ژمن دی.

شنونکي وایي، که څه هم «کاکروچ ګوند» یو طنزي خوځښت دی، خو د ځوانانو د پراخو نارضایتونو څرګندونه کوي او د مودي حکومت لپاره یې یوه نوې ننګونه رامنځته کړې ده.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا