د نړيوالو تیلو بيو لوړېدو له امله، د یوه بېرل خامو تېلو بیه نږدې ۹۶ ډالرو ته رسېدلې ده.

د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، په منځني ختیځ کې د روانو پوځي کړکېچونو، د باب‌المندب سمندري لارې د امنیتي وضعیت او د هرمز تنګي په اړه د اندېښنو له امله د نړیوالو بازارونو د خامو تېلو بیې د پام وړ لوړې شوې دي.

د نړیوالو بازارونو د وروستیو شمېرو له مخې، د پنجشنبې په ورځ د یوه بېرل خامو تېلو بیه نږدې ۹۶ امریکایي ډالرو ته رسېدلې، چې دا په تېرو شپږو اوونیو کې تر ټولو لوړه کچه بلل کېږي.

راپور زیاتوي، د امریکا د خامو تېلو ستراتیژیکې زېرمې هم کمې شوې دي. د وروستیو معلوماتو له مخې، د دغه هېواد د تېلو زېرمې شاوخوا ۳۱۱ میلیونه بېرلو ته راټیټې شوې، چې په څو لسیزو کې تر ټولو ټیټه کچه ګڼل کېږي.

د نیویارک ټایمز په وینا، نړیوال اقتصادي او د انرژۍ شنونکي باور لري چې د ایران د اسلامي جمهوریت او امریکا ترمنځ روان کړکېچ، د سیمې امنیتي وضعیت او د نړیوالې انرژۍ د لېږد پر مهمو سمندري لارو موجودې اندېښنې د نړیوالو تېلو پر بازار مستقیم اغېز کړی او د بیو د لوړېدو مهم عوامل بلل کېږي.

شنونکي خبرداری ورکوي، که سیمه‌ییز امنیتي وضعیت همداسې دوام ومومي، نو د نړیوالو انرژۍ بازارونو بې‌ثباتي به لا زیاته شي او د خامو تېلو بیې به هم د لوړېدو له فشار سره مخ پاتې شي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا