امریکايي خبریال: ایران انټرنېشنل د اسرائیل او سعودي پروژه ده

امریکايي خبریال مکس بلومنتال د بریتانوي ویاند پیرس مورګن سره په یوه مرکه کې ادعا کړې چې د «ایران انټرنېشنل» ټلوېزیوني شبکه په اصل کې د اسرائیل پروژه ده او مخکې یې د سعودي عربستان مالي ملاتړ هم ترلاسه کاوه.

بلومنتال د مرکې پر مهال وویل، «ایران انټرنېشنل» چې د هغه په وینا له اسرائیل سره تړاو لري، د وروستیو نښتو د مرګ‌ژوبلې په اړه داسې شمېرې خپرې کړې چې له پنځو زرو څخه کمې دي.

پیرس مورګن د مرګ‌ژوبلې د شمېر په اړه وویل، تر اوسه هېڅ لوری د قربانیانو دقیق شمېر نه شي وړاندې کولای او په دې اړه بېلابېل راپورونه خپاره شوي دي. هغه زیاته کړه چې هیله لري په راتلونکې کې به د دې موضوع حقیقت په روښانه او کره ډول څرګند شي.

بلومنتال بیا هم پر خپلو څرګندونو ټینګار وکړ او ویې ویل چې د مرګ‌ژوبلې د شمېر په اړه خپاره شوي معلومات د ځینو رسنیو له راپورونو سره سمون نه لري.

د یادونې ده چې د دغو څرګندونو او ادعاوو په اړه تر اوسه خپلواکو او نړیوالو سرچینو وروستی او کره تأیید نه دی وړاندې کړی او موضوع لا هم د بحث او ارزونې لاندې ده.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا