خیبر پښتونخوا کې موټربم برید؛ ۱۵ پاکستاني عسکر وژل شوي

د پاکستان پوځ ویلي، د خیبر پښتونخوا ټانک ولسوالۍ په مانجهيخېل سیمه کې د موټربم په برید کې ۱۵ امنیتي منسوبین وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.
د پاکستان پوځ د عامه اړیکو ادارې (ISPR) په خبرپاڼه کې ویلي، برید د پوځ او پولیسو پر ګډې امنیتي پوستې ترسره شوی، چې له امله یې پوستې ته هم درانه زیانونه اوښتي دي.
د راپورونو له مخې، په وژل شویو کسانو کې ۱۲ د پوځ سرتېري، دوه پولیس او د ځنګلونو ادارې یو کارکوونکی شامل دي. ټپیان د درملنې لپاره نږدې روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي او په سیمه کې امنیتي تدابیر سخت شوي دي.
تر اوسه هېڅ وسلهوالې ډلې د برید مسؤلیت نه دی منلی، خو په وروستیو کلونو کې د خیبر پښتونخوا او د پاکستان په نورو سیمو کې د ورته بریدونو پېښې د پام وړ زیاتې شوې دي.
دا برید په داسې حال کې شوی چې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې لا هم پر خپل ځای پاتې دي او امنیتي ځواکونه د ورته پېښو د مخنیوي لپاره عملیاتو ته دوام ورکوي.

