فرانسه او اسپانیا کې پراخ ځنګلي اورونه لا هم نه دي مهار شوي

په فرانسه او اسپانیا کې د سختو بادونو، لوړې تودوخې او وچکالۍ له امله پراخ ځنګلي اورونه لا هم په چټکۍ خپرېږي او سلګونه اوروژونکي ځواکونه د مهارولو هڅې کوي.

راپورونه ښيي چې د فرانسې د بوردو ښار شاوخوا سیمو کې د اورونو د پراخېدو له امله زرګونه اوسېدونکي خوندي ځایونو ته لېږدول شوي او اور د ښار پر لور مخ په پراخېدو دی.

بل‌خوا، اسپانیا کې د ځنګلي اورونو له امله رامنځته شوی لوګی تر مادرید پورې رسېدلی، چې ورسره روغتیايي چارواکو د هوا د ککړتیا خبرداری ورکړی او له خلکو یې غوښتي چې له بېړنۍ اړتیا پرته له کورونو ونه وځي.

مسوولین وایي، قوي بادونه، د تودوخې څپې او وچکالي د اورونو د چټک خپرېدو اصلي لاملونه دي. سږکال اروپا له بې‌ساري ګرمۍ او وچکالۍ سره مخ ده، چې له امله یې په فرانسه او اسپانیا کې پراخو ځنګلي اورونو زرګونه کورنۍ اغېزمنې کړې او ګڼ خلک یې خپلو مېنو پرېښودو ته اړ کړي دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا