په راولاکوټ کې د زرګونو کسانو لاریون روان دی

د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر په راولاکوټ ښار کې زرګونه لاریونوال د حکومتولۍ او ټاکنیزو اصلاحاتو د غوښتنې په موخه راټول شوي او د مظفراباد پر لور یې اعتراضي لاریون پیل کړی دی.

د راپورونو له مخې، اعتراضونه چې له جون میاشتې راهیسې روان دي، د امنیتي ځواکونو او لاریونوالو ترمنځ د نښتو لامل شوي دي. ویل کېږي، په دغو پېښو کې تر اوسه له ۴۵ زیات کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان دي.

راپورونه زیاتوي، لاریونوال د سیاسي او اداري اصلاحاتو غوښتنه کوي، خو د سیمې چارواکو تر اوسه د وروستیو اعتراضونو په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا