د امریکا په سیاټل کې د ډزو پېښه؛ دوه کسان وژل شوي او پنځه ټپیان دي

امریکایي رسنیو راپور ورکړی چې د امریکا د سیاټل ښار په «بایټ اف سیاټل» د خوړو جشنواره کې د ډزو له امله دوه کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې، په ټپیانو کې دوه ماشومان هم شامل دي. پولیسو ویلي، ډزې د یوه کس له لوري شوې او له خلکو یې غوښتي چې تر بلې خبرتیا پورې یادې سیمې ته له تګ ډډه وکړي.
پولیسو زیاته کړې چې د پېښې انګېزه تر اوسه نه ده روښانه شوې، خو په تړاو یې پلټنې روانې دي.
په وروستیو کلونو کې امریکا د ډزو او وسلهوالو بریدونو د پېښو له زیاتوالي سره مخ شوې، چې له امله یې ګڼو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده. دغو پېښو د عامه امنیت په اړه اندېښنې هم زیاتې کړې دي.

