د روسیې شپنیو بریدونو کی‌یف کې ۹ کسان وژلي

اوکرایني چارواکو ویلي، د روسیې د بالستیک توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو د شپنیو پراخو بریدونو له امله د اوکراین په پلازمېنه کی‌یف کې لږ تر لږه ۹ کسان وژل شوي او ۲۲ نور ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د چارواکو په وینا، د کی‌یف د «سولومیانسکي» ولسوالۍ په یوه پنځه پوړیزه استوګنیزه ودانۍ د توغندي د پاتې شونو له لګېدو وروسته اور ولګېد او ودانۍ ته درانه زیانونه واوښتل.

ژغورونکو د ودانۍ له لوړو پوړونو ۳۵ کسان وژغورل، خو دوه تنه ووژل شول او د دوو ماشومانو په ګډون اته نور ټپیان شول.

د «دارنیتسکي» ولسوالۍ په بریدونو کې هم کورونه، موټرونه، اداري او نورې ودانۍ زیانمنې شوې او اورونه پکې ولګېدل.

د چارواکو د معلوماتو له مخې، په دې سیمه کې اووه کسان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.

همدارنګه، اوروژونکو د «شوچنکیفسکي» ولسوالۍ په یوه غیر استوګنیزه ودانۍ کې لګېدلی اور مړ کړی، خو چارواکو د هغو راپورونو په اړه چې ګواکې په بله ودانۍ کې یو شمېر کسان بند پاتې وو، نور جزییات نه دي خپاره کړي.

دا بریدونه داسې مهال شوي چې د راپورونو له مخې، یوازې دوه ورځې وړاندې هم د اوکراین پر بېلابېلو سیمو د روسیې په پراخو توغندیزو او بې‌پیلوټه بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰ ملکي وګړي وژل شوي، له ۵۰ ډېر نور ټپیان شوي او یو روسی توغندی د پولنډ هوايي حریم ته ننوتی و.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي یو ځل بیا له امریکا او نورو لوېدیځو متحدانو غوښتي چې د روسیې د توغندیزو بریدونو د مخنیوي لپاره اوکراین ته د «پاتریوت» هوايي دفاع نور سیسټمونه ورکړي.

زلنسکي ویلي، د جمعې په ماښام یې د امریکا له مرستیال ولسمشر جي‌ډي ونس سره ټلیفوني خبرې کړې او په واشنګټن کې یې له ډونالډ ټرمپ سره د خپلې وروستۍ لیدنې په اړه هم د نظر تبادله کړې ده.

نوموړي دغه لیدنه «مثبته او رغنده» بللې ده.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا