د سویلي هند سېلابونو لږ تر لږه ۱۴ کسان مړه کړي

د سویلي هند په یو شمېر سیمو کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله لږ تر لږه ۱۴ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او زرګونه نور بېځایه شوي دي.
د راپورونو له مخې، د کیرالا ایالت کې د بارانونو او سېلابونو له امله لږ تر لږه ۱۱ کسان مړه شوي او شاوخوا اووه زره او ۷۰۰ کسان د لنډمهالو مرستندویه کمپونو ته لېږدول شوي دي.
ویل کېږي چې د دغو بېځایه شویو لپاره نږدې ۲۷۵ د بیړنیو مرستو مرکزونه فعال شوي دي.
په ګاونډي کرناټکا ایالت کې هم د سختو بارانونو له امله د ځمکې ښوېدنې پېښه رامنځته شوې، چې له کبله یې درې کسان مړه شوي دي.
د کیرالا سیمهییزو چارواکو ویلي، د بارانونو له امله د مړو شمېر ۱۱ تنو ته رسېدلی او د زیانمنو سیمو د وضعیت د ارزونې او د مرستو د بهیر د چټکتیا لپاره اړوند اقدامات روان دي.
چارواکي وایي، په سېلابځپلو سیمو کې د پاککارۍ او بیارغونې عملیات پیل شوي، خو د ناورین مدیریت ادارې خبرداری ورکړی چې په ځینو سیمو کې د قوي بادونو او نورو بارانونو احتمال لا هم شته.
د روان وضعیت له امله په کیرالا کې ګڼ ښوونځي تړل شوي او د ښوونکو د ګمارنې ازموینې هم تر بلې خبرتیا ځنډول شوې دي.
چارواکي وایي، د زیانمنو خلکو د خونديتوب، بیړنیو مرستو او د طبیعي پېښو د اغېزو د کمولو لپاره هڅې دوام لري.

