ایران د امریکا سره د خبرو د پیل ادعا رد کړه

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقایي، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه ادعا رد کړه چې ګواکې د ایران او امریکا ترمنځ به خبرې اترې پیل شي.

بقایي په خپلې اوونیزې خبري غونډه کې وویل، د ایران د بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي، د اربعین حسيني مراسمو لپاره په سفر تللی او د خبرو اترو اړوند ټول مسؤلین په ایران کې دي، له همدې امله د خبرو د پیل په اړه شوې ادعاوې ناسمې دي.

نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د سعودي عربستان د ولیعهد، محمد بن سلمان، له هڅو وروسته پر ایران د امریکا احتمالي برید درېدلی، وویل چې د سیمې هېوادونه د روان امنیتي وضعیت او د سیمې د راتلونکې په اړه اندېښمن دي او د کړکېچ د پراخېدو د مخنیوي لپاره هڅې کوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار وکړ چې ایران د سیمه‌ییزو هېوادونو له هغو هڅو هرکلی کوي چې د کړکېچ د پراخېدو د مخنیوي لپاره ترسره کېږي، خو زیاته یې کړه چې د ایران پر وړاندې د هر ډول دښمنانه اقدام د مخنیوي اساسي لامل د هېواد دفاعي ځواک او بازدارندوی وړتیا ده.

بقایي د هغو راپورونو په اړه هم، چې ګواکې قطر او پاکستان به د ایران او امریکا ترمنځ د احتمالي خبرو لپاره استازي واستوي، وویل چې په دې تړاو هېڅ معلومات نه لري.

هغه زیاته کړه، تر اوسه نه د کوم بهرني پلاوي د کوربه‌توب پروګرام شته او نه هم د ایراني چارواکو لپاره د کوم بهرني سفر پلان جوړ شوی دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا