کانګو کې د ایبولا له امله د مړو شمېر له ۱۷۰۰ واوښت

د راپورونو له مخې، د کانګو په ډیموکراتیک جمهوریت کې د ایبولا ناروغۍ له خپرېدو سره د مړو شمېر له یو زر او ۷۰۰ اوښتی او د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې د ناروغۍ د کنټرول او مخنیوي لپاره هڅې دوام لري.
د کانګو حکومت د شمېرو له مخې، د مې میاشتې له ۱۵مې، چې د دې ناروغۍ د خپرېدو اعلان وشو، تر اوسه درې زره او ۸۰۲ مثبتې پېښې ثبت شوې دي، چې له ډلې یې یو زر او ۷۰۷ کسان مړه شوي دي.
د راپورونو له مخې، له ناروغانو سره د تماس لرونکي څه باندې ۱۷ زره کسان تر روغتیايي څارنې لاندې دي او نږدې ۸۰ سلنه یې هره ورځ تعقیبېږي.
ډېری پېښې د ایتوري ولایت کې ثبت شوې، خو د کیسنګاني ښار په ګډون په پنځو نورو ولایتونو کې هم ناروغي خپره شوې ده.
روغتیايي چارواکي وایي، دا وبا د ایبولا ویروس د «بونډيبوګیو» نادر ډول له امله رامنځته شوې او تر اوسه ورته نه کوم تایید شوی واکسین شته او نه هم ځانګړې درملنه.
د روغتیا نړیوال سازمان هم ویلي چې له سلو ډېر روغتیايي کارکوونکي هم په دې ناروغۍ اخته شوي دي.
د چارواکو په وینا، ناامني، د ناروغانو د تماسونو په تعقیب کې ځنډ، پر روغتیايي مرکزونو بریدونه، زیانمنو سیمو ته د لاسرسي ستونزې او پر روغتیايي خدمتونو د خلکو بېباوري د ناروغۍ د مخنیوي بهیر له جدي ننګونو سره مخ کړی دی.
د راپورونو له مخې، دا د ایبولا له تر ټولو چټکو خپرېدونکو وباوو څخه ده او د نړۍ په کچه د دې ناروغۍ دویمه لویه خپرېدنه بلل کېږي.

