د لویو لارو په اوږدو کې د مسافرو لپاره د ټولو اسانتیاوو لرونکي کمپلېکسونه جوړېږي

د اسلامي امارت د چارو اداره وايي، په پام کې لري چې د هېواد د لویو لارو په اوږدو کې عصري خدماتي مجتمعګانې جوړې کړي، څو مسافرو ته په یوه ځای کې ټولې اړینې اسانتیاوې برابرې شي.
یادې ادارې ویلي، په دغو مجتمعګانو کې به جوماتونه، درملتونونه، د موټرو ورکشاپونه، امبولانسونه، تشنابونه، د سونتوکو پمپونه او نور اړین خدمات موجود وي، ترڅو د مسافرو اړتیاوې په اسانه توګه پوره شي.
د چارو ادارې له کورنیو پانګوالو غوښتي چې د لویو لارو پر غاړه امارتي ځمکې وټاکي او پر هغو د یادو خدماتي مجتمعګانو د جوړولو په برخه کې پانګونه وکړي.
د ادارې په وینا، هغه امارتي ځمکې چې د پانګونې لپاره وټاکل شي، له قانوني پړاوونو وروسته به د رسمي ملکیت په توګه پانګوالو ته وسپارل شي، څو د یادو پروژو د پلي کېدو زمینه برابره شي.

