حیرتان بندر کې د میلیونونو بهرنیو اسعارو د قاچاق مخه ونیول شوه

د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت وايي، امنیتي ځواکونو د حیرتان بندر په ساحه کې د یوه مسافروړونکي موټر د تلاشي پر مهال د بېلابېلو هېوادونو په ارزښت میلیونونه بهرني اسعار، چې په ماهرانه ډول د موټر په بېلابېلو برخو کې پټ شوي وو، کشف او ضبط کړي دي.
وزارت په خبرپاڼه کې ویلي، په نیول شویو اسعارو کې ۳۴۳ زره او ۷۲۵ یورو، ۲۰ زره او ۴۸۰ امریکايي ډالر، ۷۸ زره او ۵۸۵ کاناډايي ډالر، ۵۹ زره او ۹۰۰ اسټرالیايي ډالر، ۱۴ زره او ۷۵۰ نیوزیلنډي ډالر، ۳۱۳ زره او ۵۰ پونډه، ۴۲ زره او ۵۵۰ سویسي فرانکه او ۶۰۰ زره سعودي ریاله شامل دي.
د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، یادې پیسې په ناقانونه توګه د قاچاق لپاره لېږدول کېدې، خو د امنیتي ځواکونو د دقیقو او مسلکي عملیاتو په پایله کې کشف او ضبط شوې.
وزارت زیاتوي چې نیول شوي اسعار د قانوني اجراآتو لپاره اړوندو ادارو ته سپارل شوي دي.
د اسلامي امارت امنیتي ځواکونه ټینګار کوي چې د هېواد په بندرونو او پولو کې به د قاچاق او نورو ناقانونه فعالیتونو پر وړاندې خپلې هڅې لا پیاوړې کړي او هېچا ته به د قانون د ماتولو اجازه ورنه کړي.

