سریلانکا کې د زندانونو له ګډوډۍ درې بندیان وژل شوي

د سریلانکا په دوو زندانونو کې د ګډوډۍ او تاوتریخوالي له امله درې بندیان وژل شوي او لږ تر لږه ۲۴ نور ټپیان شوي دي.
رویټرز راپور ورکړی چې د سریلانکا عامه امنیت وزیر آناندا ویجپالا د جمعې په ورځ پارلمان ته وویل، د کولمبو په «نیو مګزین» زندان کې د پنجشنبې شپې له ناکرارۍ وروسته یو بندی وژل شوی او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.
د نوموړي په وینا، په یوه جلا پېښه کې د پلازمېنې کولمبو شاوخوا ۸۰ کیلومتره لرې «کوروویتا» زندان کې دوه بندیان وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.
هغه زیاته کړه، پولیسو او ځانګړو ځواکونو په دواړو زندانونو کې ګډوډي مهار کړې ده.
بلخوا، د پولیسو سرچینو رویټرز ته ویلي چې له کولمبو شاوخوا ۴۰ کیلومتره لرې «نګومبو» پرانیستي زندان کې هم له رامنځته شوې ناکرارۍ وروسته وضعیت هغه مهال کنټرول شو چې پولیسو د معترضو بندیانو د خورولو لپاره اوښکېبهونکی ګاز وکاراوه.
د راپور له مخې، پولیس او د بلوا ضد ځواکونه په درې واړو زندانونو کې ځای پر ځای شوي او هغه بندیان یې بېرته خپلو اړوندو برخو ته لېږدولي چې د زندانونو بامونو ته ختلي یا له ټاکلو سیمو وتلي وو.
د سریلانکا عامه امنیت وزیر ویلي چې اوس وضعیت تر کنټرول لاندې دی او کومه امنیتي اندېښنه نه لیدل کېږي.
نوموړي زیاته کړې چې لومړنۍ څېړنې ښيي، ښايي د پېښو تر شا له مخکې پلان شوې هڅې موجودې وي او په اړه یې به هر اړخیزه څېړنه وشي.
رویټرز وايي، دا پېښې داسې مهال رامنځته کېږي چې په سریلانکا کې د بندیانو ډېرښت د زندانونو پر نظام فشار زیات کړی دی.
د راپور له مخې، د دغه هېواد په ۲۲ زندانونو کې څه باندې ۴۱ زره بندیان ساتل کېږي، حال دا چې ټولیز ظرفیت یې شاوخوا ۱۱ زره کسانو ته رسېږي.

