ملګري ملتونه په سوډان کې د میلیونونو ماشومانو د زدهکړو په اړه اندېښمن دي

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې په سوډان کې روانې جګړې له اته میلیونو ډېر د ښوونځي عمر ماشومان له زدهکړو بېبرخې کړي او د هغوی راتلونکی یې له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.
د ملګرو ملتونو په وینا، په سوډان کې جګړه چې د ۲۰۲۳ کال له اپرېل راهیسې روانه ده، میلیونونه کسان بېځایه کړي او زرګونه ښوونځي یې تړلي یا د بېځایه شویو خلکو پر پناهځایونو بدل کړي دي.
د راپورونو له مخې، د سوډان نږدې نیمايي ښوونیزې ودانۍ نور د زدهکړو لپاره نه کارېږي؛ له همدې امله د میلیونونو ماشومانو زدهکړیز بهیر درېدلی او د هېواد راتلونکی له جدي ننګونو سره مخ شوی دی.

