جنوبي وزیرستان کې د ناامنۍ او د تېلو بیو لوړېدو پر ضد لاریون

د جنوبي وزیرستان په واڼه کې د ډیزلو او پټرولو بیو لوړېدو او زیاتېدونکې ناامنۍ پر وړاندې لاریون شوی دی.
راپورونه وایي، لاریونوالو د پاکستان حکومت پر ضد شعارونه ورکړي او له چارواکو یې غوښتي چې د سیمې خلکو اقتصادي ستونزو ته د رسېدنې او امنیت ټینګښت لپاره جدي اقدامات وکړي.
لاریونوالو ویلي، په سیمه کې یوازې د تېلو بیې نه دي لوړې شوې، بلکې د خوراکي توکو او نورو اړینو توکو بیو هم د خلکو اقتصادي ستونزې زیاتې کړې دي.
هغوی همداراز د ناامنۍ پر زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړې او د امنیت ټینګښت یې غوښتنه کړې ده.
دغه اعتراضونه داسې مهال ترسره کېږي چې جنوبي وزیرستان او د پاکستان نورې قبایلي سیمې له اوږدې مودې راهیسې له ناامنۍ او امنیتي عملیاتو سره مخ دي، چې له امله یې د ملکي وګړو پر ژوند، اقتصادي وضعیت او ورځنیو فعالیتونو اندېښنې مطرح شوې دي.

