عراقچي: له عمان سره هوکړې ته نږدې شوي یو

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، له عمان سره د هرمز تنګي د مدیریت او د نوې لارې د ټاکلو په اړه خبرې هوکړې ته نږدې شوې دي؛ خو د تنګي بیا پرانیستل له نورو شرایطو سره تړاو لري.

عراقچي همداراز د پاکستان د تفاهم‌لیک د نقض مسوولیت د امریکا پر غاړه اچولی او ټینګار یې کړی چې د هرمز تنګي پر مدیریت د ایران واک باید زیانمن نه شي.

نوموړي په بله برخه کې د کسپین سمندرګي له ۱۱ سلنه برخې څخه د ایران د ونډې په اړه ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې د دې موضوع څرنګوالی به د دوه‌اړخیزو او درې‌اړخیزو خبرو له لارې ټاکل کېږي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا