ټرمپ وایي کله چې بم ګران شي بندیز ارزانه حل ښکاري

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، واشنګټن په اوسني وضعیت کې پر ایران د پراخ پوځي برید پر ځای اقتصادي فشار ته لومړیتوب ورکوي؛ خو د تهران پر وړاندې د امریکا د فشارونو دوام د ایران پر وړاندې د واشنګټن د سیاستونو په اړه نیوکې لا هم مطرح ساتي.

ټرمپ د «اکسیوس» په یوه مرکه کې ویلي، د ایران وضعیت له نږدې څاري او د تهران او واشنګټن ترمنځ خبرې، سره له محدودیتونو، روانې دي.

نوموړي همداراز ویلي چې د ایران پر وړاندې اقتصادي فشارونه به دوام ولري.

د ټرمپ څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې امریکا تر دې وړاندې پر ایران پوځي اقدام کړی او اوس د پراخو بریدونو پر ځای د اقتصادي فشار خبره کوي.

منتقدان پوښتنه کوي چې که پوځي فشار د ستونزې حل نه شي کولای، نو ولې واشنګټن له لومړي سره د خبرو او دیپلوماتیکو لارو پر ځای د زور له تګلارې کار اخیستی دی؟

د ایران اقتصادي وضعیت ته په اشارې سره، ټرمپ ادعا کړې چې تهران له لوړ انفلاسیون او مالي ستونزو سره مخ دی او د امریکا فشارونو دغه وضعیت نور هم اغېزمن کړی دی.

د تهران دریځ بیا دا دی چې هېواد به د بهرني فشارونو تر اغېز لاندې خپل اساسي دریځ بدل نه کړي.

ټرمپ د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو د پایلې په اړه هیله څرګنده کړې او ویلي یې دي چې خبرې ښايي په پای کې یوې پایلې ته ورسېږي.

نوموړي اوسنی وضعیت د شطرنج له لوبې سره هم پرتله کړی او ویلي یې دي چې واشنګټن خپل راتلونکی ګام ارزوي.

په همدې حال کې، د هرمز تنګي په اړه د ایران، امریکا او عمان ترمنځ د خبرو پایله لا روښانه نه ده.

د بېړیو د تګ‌راتګ او سیمه‌ییز وضعیت په تړاو د هوکړې لپاره هڅې روانې دي، خو تر اوسه د وروستۍ هوکړې کره نېټه نه ده اعلان شوې.

د ټرمپ څرګندونې یو ځل بیا دا پوښتنه راپورته کوي چې ایا د پوځي فشارونو له لارې د ایران پر وړاندې مطلوبه پایله ترلاسه کېدای شي، که د خبرو او متقابل تفاهم لاره به د سیمې د کړکېچ د کمولو لپاره اغېزناکه وي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا