کولمبیا کې ۷٫۴ درجې زلزلې ۱۱ کسان وژلي

بهرنیو رسنیو راپور ورکړی چې په کولمبیا کې د ۷٫۴ درجې زورورې زلزلې له امله ۱۱ کسان وژل شوي او نږدې ۹۰ نور ټپیان دي.
د راپورونو له مخې، زلزله پرون سهار رامنځته شوې چې له امله یې د دغه هېواد په ګڼو ښارونو کې پراخ ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.
تر ۶۰ ډېرې ودانۍ په بشپړه توګه نړېدلې او شاوخوا دوه زره نورې زیانمنې شوې دي.
کولمبیايي چارواکي وایي، لا هم یو شمېر کسان د نړېدلو ودانیو تر خاورو لاندې بند پاتې دي او ښايي د مرګژوبلې شمېر نور هم لوړ شي.
د زلزلې له پېښې وروسته د ژغورنې عملیات پیل شوي او هڅې روانې دي چې تر خاورو لاندې کسان راوباسي.
چارواکو په زیانمنو سیمو کې بېړنی حالت اعلان کړی دی.
راپورونه زیاتوي چې دا زلزله د کولمبیا له تر ټولو سختو ثبت شوو زلزلو څخه بلل شوې او د پېښې له امله د پام وړ زیانونه اوښتي دي.

