بلوڅ ملتپال د اګسټ ۱۱مه د «ازاد بلوچستان ورځې» په نوم یادوي

بلوڅ ملتپال هر کال د اګسټ ۱۱مه د «ازاد بلوچستان ورځې» په نوم یادوي او په دې مناسبت خپل سیاسي دریځونه څرګندوي.
دوی وايي، دغه ورځ له ۱۹۴۷ کال اګسټ ۱۱مې سره تړاو لري؛ هغه مهال چې د برېټانیې تر واک لاندې بلوچستان سیمې د سیاسي راتلونکي په اړه بحثونه او پرېکړې وشوې.
بلوڅ ملتپال د دغې ورځې له نمانځنې څخه موخه خپل سیاسي هویت څرګندول او د بلوچستان د خپلواکۍ غوښتنې مطرح کول بولي.

