بشار اسد په غیابي ډول په اعدام محکوم شو

د سوریې یوې محکمې د سې‌شنبې په ورځ د دغه هېواد له واکه لرې شوي مشر بشار اسد، چې اوس په غیابي ډول محاکمه شوی، په اعدام محکوم کړ.

د رویټرز د راپور له مخې، محکمې اسد د سوریې نږدې ۱۴ کلنې جګړې پر مهال د وژنو، شکنجې او خپلسرو نیونو په ګډون په یو شمېر جرمونو کې مجرم پېژندلی دی.

دا د سوریې د یوې محکمې له لوري د بشار اسد پر وړاندې د محکومیت لومړنی حکم بلل کېږي.

بشار اسد د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې د وسله‌والو مخالفانو له برید وروسته له واکه لرې شو.

له دې سره په سوریه کې د اسد د کورنۍ څو لسیزې واکمنۍ پای ته ورسېد او هغه اوږده جګړه هم نوي پړاو ته داخله شوه چې د راپورونو له مخې، سلګونه زره سوریایي وګړي یې وژلي دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا