بیکدلي په کابل کې د ۵۰ ایراني شرکتونو د ګډون خبر ورکړی

په کابل کې د ایران سفیر علي‌رضا بیکدلي ویلي، د افغانستان د کرنې او مالدارۍ په نړیوال نندارتون کې ۵۰ ایراني شرکتونو ګډون کړی او خپل بېلابېل کرنیز محصولات او وسایل یې نندارې ته وړاندې کړي دي.

بیکدلي دغه څرګندونې په کابل کې د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري جوړ شوي نندارتون ته د خپل حضور پر مهال کړې دي.

نوموړي ویلي، تهران د افغانستان په اقتصادي پروګرامونو کې فعاله ونډه لري او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو پراختیا ته پاملرنه کوي.

د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په خبرپاڼه کې ویلي، د کرنې او مالدارۍ لومړنی نړیوال نندارتون د سې‌شنبې په ورځ، د زمري پر ۲۰مه، په کابل کې پرانیستل شو او ټاکل شوې پنځه ورځې دوام وکړي.

د وزارت په وینا، د نندارتون موخه د بزګرانو او مالدارانو تولیداتو ته د بازار موندنې زمینه برابرول، د کرنې او مالدارۍ فعالانو ترمنځ د تجربو او معلوماتو شریکول او د مسلکي نوښتونو نندارې ته وړاندې کول دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا