د افغان هوايي ځواک پیلوټ: خوښ یم، پرون مې په همدې چورلکه کې ټپیان او جنازې لېږدولې، نن ترې پر کابل ګلان شیندم

اسلامي امارت هوايي ځواکونو نن د بريا ورځې په مناسبت ځانګړي مراسم ترسره کړل، چې په ترڅ کې یې د افغانستان په فضا کې د هوايي ځواک هلیکوپترونو الوتنې وکړې او پر ښار یې ګلان وشیندل.
په دغو مراسمو کې یوه افغان پیلوټ وویل، خوښ دی چې هغه هلیکوپتر چې پخوا به یې ټپیان او د وژل شویو کسانو جنازې لېږدولې، اوس د خوښۍ په مناسبت ترې پر خلکو ګلان شیندي.
نوموړي څرګنده کړه چې د هوايي ځواک د هلیکوپترونو له لارې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د خلکو د خدمت، ژغورنې او مرستې لړۍ روانه ده.

