خلیلزاد وایي له افغانستان سره د امریکا پراخ تعامل د واشنګټن په ګټه دی

زلمي خلیلزاد وايي، واشنګټن باید له افغانستان سره خپل تعامل پراخ کړي، ځکه له دغه هېواد څخه مخ اړول به په سیمه کې جیوپولیټیکه تشه رامنځته کړي.

خلیلزاد ویلي، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو پنځه کاله وروسته د افغانستان امنیتي او اقتصادي وضعیت تر هغو اټکلونو ښه دی چې مخکې یې شوې وې.

نوموړي د زېربناوو پراختیا، کرنې ته ملاتړ او سیمه‌ییزې ډیپلوماسۍ په برخو کې وروستي پرمختګونه مثبت بللي دي.

هغه ټینګار کړی چې له افغانستان سره د اړیکو پراخول د امریکا په ګټه هم دي؛ ځکه د ده په باور، له دغه هېواد سره محدود یا نشت تعامل، چې په ستراتیژیک موقعیت کې پروت دی، په سیمه کې د جیوپولیټیکې تشې د رامنځته کېدو زمینه برابروي.

خلیلزاد همداراز ویلي، له پاکستان سره د افغانستان د اړیکو ترینګلتیا له هغو وروستیو تحولاتو څخه ده چې د ده په وینا، تمه یې نه کېده.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا