اردوغان وایي د مکې تړون لاسلیک‌کوونکي هېوادونه به د برید پر مهال ګډ غبرګون وښيي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، د سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان ترمنځ د مکې تړون ځینې برخې د ناټو له پنځمې مادې سره ورته والی لري.

اردوغان څرګنده کړې چې د تړون له مخې، که پر یوه غړي هېواد برید یا جدي امنیتي ګواښ رامنځته شي، درې واړه هېوادونه به ګډ دفاعي اقدامات وکړي.

نوموړي ویلي، دغه هوکړه د متقابلې دفاع پر اصل ولاړه ده او د درېیو هېوادونو ترمنځ امنیتي همکارۍ پیاوړې کوي.

د مکې تړون څو ورځې مخکې د پاکستان، سعودي عربستان او ترکیې ترمنځ لاسلیک شو او مشرانو یې د درېیو هېوادونو لپاره مهم وباله.

اردوغان ویلي، د تړون موخه د درېیو هېوادونو د ګډو امنیتي ګټو ساتنه او د احتمالي ګواښونو پر وړاندې همغږي ده.

دغه هوکړه په داسې مهال شوې چې په سیمه کې د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې او ترینګلتیاوې زیاتې شوې دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا