ټرمپ د سعودي، ترکیې او پاکستان د مکې دفاعي تړون هرکلی وکړ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان ترمنځ د «مکې دفاعي تړون» له لاسلیک کېدو خوښي څرګنده کړې ده.
د راپورونو له مخې، سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان د روان کال د زمري پر ۱۶مه په مکه مکرمه کې درېاړخیز دفاعي تړون لاسلیک کړ.
د هوکړې له مخې، پر یوه هېواد هر ډول وسلهوال برید به پر درې واړو هېوادونو برید بلل کېږي.
دغه تړون د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف لاسلیک کړی دی.
ټرمپ تېره شپه (یکشنبه) په «ټروت سوشیال» کې په یوه پیغام کې ویلي، خوښ دی چې سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان د مکې ګډ دفاعي تړون لاسلیک کړی دی.
هغه زیاته کړې چې دغه تړون د منځني ختیځ هېوادونو ترمنځ د نږدې اړیکو او د ګډې دفاعي وړتیا د پیاوړتیا څرګندونه کوي.
ټرمپ دغه تړون «لوی، زړور او مهم لومړی ګام» بللی دی.

