د پاکستان ستره محکمه: عمران خان دې روغتون ته ولېږدول شي

د پاکستان سترې محکمې امر کړی چې پخوانی لومړی وزیر او د تحریک انصاف ګوند بنسټګر عمران خان دې له زندانه سملاسي اسلاماباد کې شفا انټرنېشنل روغتون ته ولېږدول شي.
محکمې ویلي، هر تورن کس روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي بنسټیز حق لري او د عمران خان روغتیايي وضعیت ارزونې لپاره یې د طبي بورډ جوړولو هم امر کړی دی.
د محکمې د حکم له مخې، د عمران خان شخصي ډاکټر فیصل او خور یې عظمی خان به هم له هغه سره وي او د طبي بورډ غړیتوب به ولري.
محکمې امر کړی چې د هغه د طبي معاینې راپور دې په راتلونکې اورېدنه کې وړاندې شي.
دغه پرېکړه د سترې محکمې درې کسیز پلاوي د تحریک انصاف ګوند عمومي منشي سلمان اکرم راجا او د عمران خان خور عظمی خان د غوښتنلیکونو پر بنسټ کړې ده.
په غوښتنلیکونو کې د عمران خان روغتیايي وضعیت او له نوموړي سره د لیدنو پر محدودیتونو اندېښنې څرګندې شوې وې.
محکمې ویلي، عمران خان به تر راتلونکې اورېدنې پورې په روغتون کې پاتې شي او د هغه د درملنې ټول لګښتونه به کورنۍ یې ورکوي.
راتلونکې اورېدنه د سپټمبر ۱۶مې ته ټاکل شوې ده.
محکمې همداراز ټینګار کړی چې روغتون ته د عمران خان د لېږد پر مهال باید امنیت او نظم خوندي پاتې شي.
تر دې وړاندې د اډیاله زندان له لوري محکمې ته سپارل شوي طبي راپور کې ویل شوي چې عمران خان د اضطراب له سختو نښو سره مخ دی.
راپور ښيي چې د ۲۰۲۶ کال د اګست پر ۱۰مه د یوه طبي بورډ له خوا معاینه شوی او د اضطراب کچه یې «۳+» ثبت شوې ده.
د راپور له مخې، د عمران خان د وینې فشار ۱۴۰ پر ۸۰ او نبض یې په دقیقه کې ۵۴ ځله و.
ECG یې عادي وه، سینه یې پاکه او د زړه والونه او خونې یې هم نورمالې بلل شوې دي.
هغه د سر د دروندوالي او د زړه د چټکو درزاوو شکایت کړی، خو د سینې درد، دروندوالي او ساه لنډۍ نښې یې نه لرلې.
طبي بورډ ورته د وینې فشار او اضطراب د کنټرول لپاره درمل هم سپارښتنه کړي دي.
عمران خان، چې پخوا د پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر و، له ۲۰۱۸ تر ۲۰۲۲ کال پورې د پاکستان لومړی وزیر پاتې شوی.
نوموړی د ۲۰۲۳ کال په اګست کې زنداني شو او له سلو ډېرو قضیو کې پرې بېلابېل تورونه لګېدلي دي.
عمران خان دغه تورونه سیاسي بولي او رد کړي یې دي.

