افغان پلاوي په بلاروس کې د منسک ټراکټور جوړولو فابریکه وکتله

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په مشرۍ افغان پلاوي بلاروس ته د سفر پر مهال د منسک ټراکټور جوړولو له فابریکې لیدنه وکړه.
افغان پلاوي د فابریکې بېلابېلې برخې وکتلې او د ټراکټورونو، کرنیزو ماشینونو او نورو وسایلو له تولیدي بهیر سره یې بلدتیا ترلاسه کړه.
د فابریکې اجرائیوي مرستیال افغانستان سره د همکاریو پراختیا ته چمتووالی څرګند کړ او هېواد ته یې د ټراکټورونو او کرنیزو ماشینونو د صادراتو ډاډ ورکړ.

