ابراهیم عزیزي: امریکا د ډیپلوماسۍ ژبه نه مني؛ د ځواک ژبه به درک کړي

د ایران د اسلامي شورا په مجلس کې د ملي امنیت او بهرني سیاست کمېسیون رئیس ویلي، امریکايي چارواکو په عمل کې ثابته کړې چې د ډیپلوماسۍ ژبه نه مني؛ ځکه، د نوموړي په وینا، واشنګټن لا هم بندیزونه نه دي لرې کړي، کنګل شوې شتمنۍ یې نه دي ازادې کړې او د سمندري غلا په اړه یې هم لازم اقدامات نه دي ترسره کړي.
نوموړي ټینګار کړی چې د ایران اسلامي جمهوریت خپل دریځ روښانه کړی او د حقونو د ترلاسه کولو لپاره به له خپلو اصولو شاتګ ونه کړي.
هغه زیاته کړې، تاریخ به وښيي چې امریکا به په پای کې د ځواک له ژبې سره مخامخ شي او نه یوازې به د یادو اقداماتو ترسره کولو ته اړ شي، بلکې د ایران له ستر ملت څخه به د بښنې غوښتلو په ترڅ کې له سیمې ووځي.
د نوموړي په وینا، ایران د خپلو ملي ګټو، حاکمیت او حقونو دفاع ته ژمن دی او د هر ډول فشار پر وړاندې به خپل دریځ په پیاوړتیا سره وساتي.

