محمد بن سلمان فرانسې ته سفر وکړ

د منځني ختیځ د روانو ترینګلتیاوو په لړ کې، د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون په بلنه دغه هېواد ته سفر پیل کړی دی.

د سعودي حکومت ویلي، محمد بن سلمان به له مکرون سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو پر دوه‌اړخیزو اړیکو، اقتصادي او ستراتیژیکو همکاریو سربېره، د منځني ختیځ پر روان وضعیت هم خبرې وکړي.

تر اوسه څرګنده نه ده چې د سعودي ولیعهد به څومره موده په فرانسه کې پاتې شي او په نورو کومو موضوعاتو به خبرې وشي.

سعودي عربستان او فرانسه په وروستیو میاشتو کې د ایران او امریکا ترمنځ جګړې، هرمز تنګي وضعیت او په سیمه کې د کړکېچ کمولو په اړه له یو بل سره سلا مشورې کړې دي.

محمد بن سلمان او مکرون د جګړې له پیل راهیسې څو ځله ټیلیفوني خبرې هم کړې او د سیمې پر وروستیو تحولاتو یې بحث کړی دی.

فرانسې ته د سعودي ولیعهد سفر داسې مهال ترسره کېږي چې هرمز تنګي کې د بېړیو تګ‌راتګ لا هم له ځینو خنډونو سره مخ دی او د نړیوالې سوداګرۍ په اړه اندېښنې دوام لري.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا