افغان‌ایواک له امریکا د افغانانو د کډوالۍ دوسیو د بیا ارزونې غوښتنه وکړه

افغان‌ایواک له هغې وروسته چې یوې امریکايي محکمې د ۷۵ هېوادونو پر اتباعو د کډوالۍ ویزو صادرولو بندیز لغوه کړ، له امریکايي حکومت غوښتي چې د افغان ځانګړو کډوالۍ ویزو غوښتونکو د دوسیو بیاکتنه بېرته پیل کړي.

د افغان‌ایواک مشر شان وانډایور د یکشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې له امریکا بهرنیو چارو وزارت څخه غوښتنه کړې چې هغه دوسیې بیا وڅېړي چې د محکمې له پرېکړې سره سم باید ارزول شي.

نوموړي همداراز د دې کار لپاره د روښانه او مشخص بهیر جوړولو غوښتنه کړې ده.

افغان‌ایواک له امریکايي حکومت غوښتي چې د امریکا د پوځ او ادارو هغه پخواني افغان همکاران چې ویزې یې ترلاسه کړې، د معافیت په لېست کې شامل کړي، څو امریکا ته د تګ اجازه ومومي.

دغه سازمان له کانګرېس هم غوښتنه کړې چې په افغانستان کې د امریکا د پخوانیو همکارانو او هغو کورنیو غړو دوسیې ژر وارزوي چې امریکا ته د تګ په تمه دي.

دا غوښتنې داسې مهال مطرح شوې چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت د نوې تګلارې له مخې، زرګونه پخواني افغان همکاران او د هغوی د کورنیو غړي د خپلو ویزو او امریکا ته د سفر په اړه له نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا