هند کې یو سړی د کوڅه‌ډبو سپو د ستونزې د څرګندولو لپاره د سپي ماسک په وهلو غونډې ته ورغی

هغه ویډیوګانې چې یو سړی پکې په هند کې د سیمه‌ییزې شورا یوې غونډې ته پر مخ د سپي ماسک په وهلو ورغلی، په ټولنیزو شبکو کې په پراخه کچه خپرې شوې دي.

یو سیمه‌ییز سیاستوال نوموړی د «مدیا پردېش» ایالت د کاندوا ښاروالۍ یوې عامه اورېدنې غونډې ته بیولی و، څو په سیمه کې د کوڅه‌ډبو سپو ستونزه را برسېره کړي.

د سپي ماسک اغوستي دغه کس حضور د غونډې د ګډونوالو پام ځان ته اړولی او ویډیو یې وروسته په ټولنیزو شبکو کې پراخه خپره شوې ده.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا