مجاهد: له افغانستانه د تاجیکستان پر ضد پوځي فعالیت نه منل کېږي

د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد د افغانستان او تاجیکستان پر ګډه پوله د وروستیو وسلهوالو تحرکاتو په اړه ویلي، چې د افغانستان له خاورې به د تاجیکستان پر ضد هېڅ ډول پوځي فعالیت ته اجازه ورنه کړل شي.
مجاهد ویلي، څو ورځې وړاندې د دواړو هېوادونو پولې ته څېرمه ځینې تحرکات شوي وو، خو اوس تر کنټرول لاندې دي.
هغه زیاته کړې چې په دغه سیمه کې له پخوا راهیسې د قاچاقبرانو فعالیتونه او تګ راتګ موجود و، خو د ده په وینا، د پوځي نښتې یا جدي امنیتي ستونزې په اړه اندېښنه نشته.
نوموړي ټینګار کړی چې افغانستان به هېڅکله اجازه ورنه کړي چې خاوره یې د تاجیکستان پر ضد د هر ډول فعالیت لپاره وکارول شي.
تر دې وړاندې د تاجیکستان د ملي امنیت دولتي کمېټې ویلي وو چې د دغه هېواد پولې ته څېرمه په یوه نښته کې دوه افغان وګړي وژل شوي دي.
د کمېټې په وینا، یاد کسان په ناقانونه توګه تاجیکستان ته اوښتي وو او د نشهيي توکو په قاچاق کې یې لاس درلود.

