له ایران سره د جګړې په اړه د امریکايي لوړپوړو قوماندانانو اندېښنې

د امریکا لوړپوړو پوځي چارواکو د ایران پر وړاندې د پراخو عملیاتو د دوام په اړه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې د دغو عملیاتو اوږدېدل د امریکا وسله‌وال ځواکونه له نړیوالو پوځي ماموریتونو سره هممهاله له جدي فشار سره مخ کوي.

د واشنګټن پوسټ په راپور کې راغلي چې دغه اندېښنه د امریکا د پوځ، سمندري او هوايي ځواکونو مشرانو او همداراز په اروپا، اسیا او لاتیني امریکا کې د امریکايي ځواکونو مسوولو قوماندانانو له لوري مطرح شوې ده.

راپور وايي، په یوه محرم ارزونه کې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د امریکايي ځواکونو پر ځای پر ځای کېدو او د هغوی پر عملیاتي وړتیاوو د ایران جګړې اغېزې څېړل شوې دي.

امریکايي چارواکو ویلي، که څه هم د ځواکونو د ځای پر ځای کېدو له ځینو پرېکړو سره اندېښنې لري، خو ورکړل شوي پوځي امرونه به عملي کړي.

د چارواکو په وینا، ایران ته نږدې د عملیاتو لپاره له نورو سیمو څخه بېړۍ، الوتکې او پوځي تجهیزات انتقال شوي چې له امله یې په نورو سیمو کې د احتمالي ماموریتونو ترسره کولو او د ځواکونو د روزنې وړتیا محدوده شوې ده.

د راپورونو له مخې، له ۵۰ زرو ډېر امریکايي سرتېري له څو میاشتو راهیسې د چمتووالي په حالت کې ساتل شوي، څو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د احتمالي نوي امر په صورت کې عملیاتو ته چمتو واوسي.

راپور زیاتوي چې واشنګټن هڅه کوي تهران د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو او د جګړې پای ته رسېدو په تړاو خپلو شرایطو ته نږدې کړي.

امریکايي پوځي چارواکي اندېښنه لري چې پر ایران د اوږدمهاله عملیاتو تمرکز به په نورو سیمو کې د احتمالي ګواښونو پر وړاندې د واشنګټن د چټک غبرګون وړتیا محدوده کړي.

د واشنګټن پوسټ په وینا، د پوځي سرچینو پر وېش راپورته شوې دغه اندېښنې ښيي چې امریکا په ورته وخت کې د څو عملیاتي جبهاتو د مدیریت له ستراتیژیکو ننګونو سره مخ ده.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا