۶۷ کلن ښوونکي په څلورو میاشتو کې ټول قرآن کریم په لاس ولیکه

د لوګر برکي‌برک ولسوالۍ اړوند جابرکلا منځني ښوونځي ۶۷ کلن ښوونکي عزت‌الله ملک‌زاده، په څلورو میاشتو کې ټول قرآن کریم په خپل لاس لیکلی دی.

ملک‌زاده وایي، د قرآن کریم ټولې ۳۰ سپارې یې په خودرنګ قلم او عادي رنګ لیکلې دي.

نوموړی وايي، له اوږدې مودې راهیسې یې په لاس د قرآن کریم لیکل د ژوند له سترو ارمانونو څخه و او اوس خوښ دی چې د الله تعالی په فضل یې دا ارمان پوره کړ.

بلخوا، د لوګر اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي ثواب‌جان اسلامیار د ملک‌زاده دغه کار د ستاینې او درناوي وړ بللی او ویلي یې دي چې اداره یې د قرآن کریم چاپ او تکثیر په برخه کې له نوموړي سره هر ډول همکارۍ ته چمتو ده.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا