سعودي عربستان په مدینه منوره کې د یورانیمو د کان له موندلو خبر ورکړ

د سعودي عربستان د انرژۍ وزیر شهزاده عبدالعزیز بن سلمان په مدینه منوره کې د یورانیم لرونکو شاوخوا ۱۱۰ میلیون ټنه کانډبرو د موندنې خبر ورکړی دی.
نوموړي د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې عمومي کنفرانس ته په وینا کې ویلي، سعودي عربستان به د یورانیمو د سپړنې او استخراج بهیر ته دوام ورکړي.
هغه زیاته کړې، دغه هېواد د اټومي انرژۍ په برخه کې خپلو فعالیتونو ته د پراختیا ورکولو لپاره د یورانیمو د سرچینو پر موندلو او استخراج تمرکز کوي.

