خلیلزاد: پاکستان له سیاسي، اقتصادي او امنیتي بحرانونو وروسته د باور له بحران سره هم مخ دی

د امریکا پخوانی ډیپلومات زلمی خلیلزاد وايي، پاکستان له سیاسي، اقتصادي او امنیتي بحرانونو وروسته اوس د باور له بحران سره هم مخ شوی دی.
خلیلزاد په ټولنیزه شبکه «ایکس» کې لیکلي، له دوو کلونو ډېره موده کېږي چې د پاکستان د «درېګوني بحران» په اړه خبرداری ورکوي، خو د نوموړي په وینا، حکومت یې دغو خبرداریو ته پام نه دی کړی.
هغه د «ایپسوس» بنسټ یوې نظرپوښتنې ته په اشاره ویلي، د پاکستان له ۷۶ تر ۸۹ سلنې پورې وګړي باور لري چې هېواد یې په ناسم لوري روان دی.
خلیلزاد خبرداری ورکړی چې د خلکو نظر له پامه غورځول کېدای شي یوه جدي تېروتنه وي او ټینګار یې کړی چې پاکستان د وضعیت د بدلون لپاره جدي اصلاحاتو او د خپلو تګلارو بیاکتنې ته اړتیا لري.

