د نیول کېدو له وېرې د نتانیاهو الوتکه لوری بدلوي

د فارس خبري اژانس په حواله، عبري ورځپاڼې «یدیعوت احرونوت» راپور ورکړی چې د اسرائیلو امنیتي ادارو پرېکړه کړې، د بنیامین نتانیاهو الوتکه به نیویارک ته د راتلونکي سفر پر مهال په جان اېف کېنېډي هوايي ډګر کې نه ښکته کېږي.

د راپور له مخې، د امنیتي چارواکو اندېښنه دا ده چې د نتانیاهو الوتکه ښايي د هغه د سفر تر پای پورې په یاد هوايي ډګر کې پاتې نه شي.

د بدیل په توګه د نیوجرسي «نیوآرک لیبرټي» هوايي ډګر او نیویارک ته نږدې پوځي هوايي ډګرونه مطرح شوي دي.

ټاکل شوې نتانیاهو راتلونکې چهارشنبه امریکا ته ولاړ شي او پنجشنبه د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته وینا وکړي.

راپور وايي، د هغه د سفر پر مهال به د امریکا استخبارات د امنیت په ساتنه کې پراخ رول ولري.

همداراز تمه ده چې د نتانیاهو د سفر او ملګرو ملتونو په غونډه کې د هغه د وینا پر مهال د غزې د جګړې په تړاو اعتراضي غونډې ترسره شي.

«یدیعوت احرونوت» د نیویارک ښاروال زهران ممداني پخوانیو څرګندونو ته هم اشاره کړې، چې د نتانیاهو د سفر پر مهال یې د هغه د نیولو خبره کړې وه، خو وروسته یې له دغو څرګندونو شاتګ کړی دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا