د پاکستان دفاع وزیر: که د یمن جګړه پراخه شي، له سعودي به ملاتړ وکړو

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف ویلي، که په یمن کې روانه جګړه پراخه شي، اسلاماباد به له سعودي عربستان سره په عملي او دیپلوماتیکه کچه ملاتړ وکړي.
اصف یوې پاکستانۍ ټلوېزیوني خپرونې ته ویلي، پاکستان د سعودي عربستان، ترکیې او پاکستان ترمنځ درېاړخیز دفاعي تړون ته ژمن دی او که د یوه غړي هېواد ځمکنۍ بشپړتیا له ګواښ سره مخ شي، تړون به د اړوندو ژمنو له مخې عملي شي.
نوموړي زیاته کړې، که څه هم د احتمالي پوځي یا سیاسي اقداماتو جزیات نه شي څرګندولی، خو پاکستان به خپلې ژمنې عملي کړي او په دې برخه کې هېڅ ابهام نشته.
اصف همداراز ویلي، پاکستان د اسلامي مقدساتو ساتنې ته ژمن دی او د سیمې وروستي امنیتي وضعیت له نږدې څاري.

