نیمروز کې د مسافرو د ناقانونه لېږد دوه مرکزونه کشف؛ ۵۰ کسان نیول شوي

د نیمروز امنیتي مسوولین وایي، په دغه ولایت کې دوه هغه مرکزونه یې موندلي چې په ناقانونه توګه یې د مسافرو د لېږد لپاره کارېدل او ۵۰ مسافر یې نیولي دي.
د نیمروز امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې ویلي، امنیتي ځواکونو د درېیمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې دغه مرکزونه کشف کړي دي.
همداراز یو کس یې د ۲۰ مسافرو د قاچاق په تور له یوه ټویوټا موټر سره نیولی دی.
سرچینه زیاتوي، نیول شوي کسان له لومړنیو څېړنو وروسته د درېیمې امنیتي حوزې له لوري د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت ته سپارل شوي دي.
په ورته وخت کې، امنیتي ځواکونو شپږ کسان هم د خزانې د لټون په تور له شپږو فلزيموندونکو وسایلو سره نیولي دي.

