له فلسطین پراخ نړیوال ملاتړ؛ کاناډا ۱۰۰ میلیونه ډالر مرسته ځانګړې کړه

د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني اعلان کړی چې هېواد به یې فلسطینیانو ته ۱۰۰ میلیونه کاناډايي ډالر نوې مرستې ځانګړې کړي.
له دې ډلې ۸۰ میلیونه ډالر بشري مرستو او ۲۰ میلیونه ډالر د سولې او امنیت اړوند ظرفیت لوړولو لپاره ځانګړي شوي دي.
کارني دا څرګندونې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې په څنډه کې کړې او ویلي یې دي چې کاناډا د فلسطین او اسرائیلو ترمنځ د دوو دولتونو د حل ملاتړ کوي.
هغه ویلي، هدف یې داسې شرایط برابرول دي چې فلسطینیان او اسرائیلیان په سوله او امنیت کې ژوند وکړای شي.
د کاناډا د لومړي وزیر په وینا، له ۲۰۲۳ کال راهیسې دغه هېواد فلسطینیانو ته له ۶۰۰ میلیونو کاناډايي ډالرو ډېره مرسته ځانګړې کړې ده.
د نوې مرستې یوه برخه به د فلسطیني امنیتي ځواکونو د روزنې په ګډون د سولې او امنیت اړوند پروګرامونو ته ځانګړې شي.
په همدې حال کې، د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د فلسطین وضعیت او په غزه او لوېدیځه غاړه کې روان بشري بحران هم د بېلابېلو هېوادونو د مشرانو د څرګندونو مهمه برخه وه.

