پزشکیان: تهران به د فشار پر وړاندې هېڅکله په ګونډو نه شي

مسعود پزشکیان، د ایران ولسمشر، د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته په وینا کې وویل چې تهران د فشار او پوځي اقدام پر وړاندې به خپل دریځ وساتي او په ورته وخت کې یې د خبرو اترو لپاره چمتووالی څرګند کړ.
پزشکیان وویل، ایران جګړه نه ده پیل کړې او د خپل دریځ د دفاع لپاره به هڅو ته دوام ورکړي.
نوموړي همداراز ټینګار وکړ چې هرمز تنګی باید د فشار راوړلو لپاره ونه کارول شي.
د ایران ولسمشر دغه څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغې وکړې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته په وینا کې له تهران سره د هوکړې غوښتنه وکړه او د پوځي اقدام خبرداری یې ورکړ.
بلخوا، د ایران او امریکا استازو په نیویارک کې د قطر په منځګړیتوب غیرمستقیمې خبرې کړې دي.
د رویټرز د راپور له مخې، د دواړو لورو ترمنځ خبرې لا هم دوام لري او پر مهمو موضوعاتو د اختلافاتو ترڅنګ د خبرو بهیر هم روان دی.

