ایران او جګړه؛ د نړیوال نظام لپاره لویه ازموینه

مسعود پزشکیان، د ایران اسلامي جمهوریت ولسمشر، د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ په وینا کې وویل چې ایران ځان د جګړې پیل کوونکی نه، بلکې د بریدونو هدف ګڼي او د خپل هېواد د دفاع او خپلواکۍ پر ساتنې یې ټینګار وکړ.
د هغه وینا د ۲۰۲۶ کال د سپټمبر په ۲۴مه د ملګرو ملتونو په عمومي بحث کې وشوه.
پزشکیان وویل، ایران د ترهګرۍ قرباني شوی او د خپلې ادعا د بیانولو لپاره یې د هرمزګان ولایت په میناب ښار کې پر یوه ښوونځي او فارس ولایت په لامرد کې د ورزشي مرکز د بریدونو یادونه وکړه.
د ملګرو ملتونو په اسنادو کې هم د میناب پر ښوونځي د برید او د لامرد پر ورزشي مرکز د زیان راپورونه ثبت شوي، خو د بریدونو د مسؤلیت په اړه بېلابېل دریځونه وړاندې شوي دي.
هغه د ترهګرۍ په اړه پر ایران د مطرح شویو تورونو په غبرګون کې وویل، هېواد یې د فشارونو پر وړاندې د درېدو ترڅنګ د خبرو او مذاکراتو لپاره هم چمتو دی، خو د زور له لارې خبرې نه مني.
د ایران ولسمشر همداراز د اټومي موضوع په اړه د هېوادونو ترمنځ د چلند پر توپیر نیوکه وکړه او ویې ویل، ایران د اټومي فعالیتونو په برخه کې له څارنې او ارزونې سره مخ دی، په داسې حال کې چې د اسرائیل اټومي وضعیت بېل ډول ارزول کېږي.
اسرائیل په رسمي توګه د اټومي وسلو لرل نه تاییدوي او نه یې ردوي.
پزشکیان په خپله وینا کې د ایران پر وړاندې د پوځي فشار ترڅنګ د خبرو پر اهمیت هم ټینګار وکړ او ویې ویل چې د تهران په نظر، مذاکرات هغه مهال اغېزمن کېدای شي چې د ګواښ او پوځي فشار تر سیوري لاندې نه وي.
بل لور ته، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د عمومي اسامبلۍ په پرانیستونکې وینا کې د نړیوالو شخړو د زیاتېدو، د نړیوال قانون د کمزوري کېدو او د زور پر ځای د قانون او خبرو اترو پر اړتیا ټینګار وکړ.
هغه له هېوادونو وغوښتل چې د شخړو د کمولو او خبرو اترو لپاره له موجود فرصت څخه استفاده وکړي.
په ټوله کې، د پزشکیان وینا پر دوو اصلي موضوعاتو راڅرخېده: د ایران د حاکمیت او دفاع پر حق ټینګار او له نړیوالې ټولنې سره د خبرو او دیپلوماتیکو لارو د دوام څرګندول.

