متقي د مسکو فارمټ په اتمه غونډه کې ګډون کوي

روسیه ټاکل شوې چې د اکتوبر په ۵مه د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ اتمه غونډه جوړه کړي.
په دې غونډه کې به افغان او سیمهییز چارواکي د افغانستان پر سیاسي راتلونکي، اقتصادي وضعیت او امنیتي ننګونو خبرې وکړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي په مشرۍ افغان پلاوی به په غونډه کې ګډون وکړي.
د غونډې په اجنډا کې له ترهګرۍ او نشهیي توکو قاچاق سره مبارزه، د سیاسي او اقتصادي همکاریو پراختیا او د افغانستان اړوند سیمهییزو مسایلو څېړل شامل دي.
ټاکل شوې متقي د غونډې په څنډه کې د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره هم وګوري او پر افغانستان او دوهاړخیزو همکاریو اړوند مسایلو خبرې وکړي.
د غونډې په پای کې به ګډونوال د مشورو پایلې په ګډه اعلامیه کې راټولې کړي.
مسکو فارمټ د افغانستان اړوند سیاسي، امنیتي او اقتصادي مسایلو د بحث لپاره د روسیې په نوښت جوړ شوی سیمهییز چوکاټ دی.

