درېیو ګمرکونو کې پنځه سکېنرونه نصب شول

د مالیې وزارت وايي، د مسافرینو توکو د لا ښه پلټنې او ارزونې په موخه، د هېواد په درېیو ګمرکونو کې پنځه پایې سکېنرونه نصب شوي دي.
وزارت زیاتوي، دغه سکېنرونه د ۳۹،۲ میلیونه افغانیو په ارزښت لګول شوي، څو د مسافرینو توکي په لا دقیق ډول وکتل شي او د ګمرکي بهیر کیفیت ښه شي.
د مالیې وزارت په وینا، یاد تجهیزات د ګمرکونو په برخه کې د مسافرینو توکو د پلټنې او ارزونې بهیر چټکولو او لا اغېزمن کولو لپاره کارول کېږي.

