کرزي د ښوونکي ورځې په مناسبت له افغان ښوونکو او استادانو قدرداني وکړه

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د ښوونکي ورځې په مناسبت د افغانستان ټولو ښوونکو او استادانو ته درناوی او قدرداني څرګنده کړې ده.
ښاغلي کرزي په خپل پیغام کې ویلي، ښوونکو له محدودو امکاناتو او سختو شرایطو سره سره خپلې ښوونیزې چارې روانې ساتلې او د راتلونکي نسل په روزنه کې یې مهم رول ادا کړی دی.
هغه ټینګار کړی، ځوانانو ته د پوهې او مهارتونو زده کړه د هېواد ځانبساینې، ساتنې او باعزته ژوند لپاره مهمه ده.
نوموړي همداراز نجونو او هلکانو ته د زدهکړو پراختیا د افغانستان علمي او ټولنیزې ودې لپاره اړینه بللې ده.

