روسیه: د افغانستان او تاجکستان پولې امنیت له نږدې څارو

د روسیې رسنیو د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي په حواله راپور ورکړی، چې مسکو د افغانستان او تاجکستان ترمنځ پولې امنیتي وضعیت له نږدې څاري.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت اړوند چارواکي الکساندر سټرنیک ویلي، مسکو به له تاجکستان سره د خپلې جنوبي پولې امنیت پیاوړتیا کې مرستو ته دوام ورکړي.

سټرنیک «ریانووستي» خبري اژانس سره خبرو کې ویلي، د افغانستان او تاجکستان پولې امنیت د مسکو په پاملرنه کې دی او د روسیې له لوري د تاجک سرحدي ځواکونو لپاره تخنیکي او پوځي تجهیزات او وسلې برابرېږي.

نوموړي زیاته کړې، دغه مرستې د ډله‌یز امنیت تړون سازمان په چوکاټ کې د تاجکستان او افغانستان پولې پیاوړتیا او د تاجک وسله‌والو ځواکونو د عصري کولو پروګرامونو له مخې ترسره کېږي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا