د ایران پارلماني پلاوی د اقتصادي همکاریو لپاره کابل ته ورسېد

د ایران یو پارلماني پلاوی، د اسلامي شورا مجلس د تولید ملاتړ ځانګړي کمېسیون مشر محسن زنګنه په مشرۍ، کابل ته رسېدلی دی.
ټاکل شوې، پلاوی به په کابل کې د اسلامي امارت له یو شمېر چارواکو سره لیدنې وکړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا خبرې وکړي.
د افغانستان او ایران خصوصي سکټورونو ترمنځ د اړیکو اسانتیا، د سوداګریزو راکړو ورکړو زیاتول او د ګډو همکاریو لپاره د نویو فرصتونو رامنځته کول به هم د دغو لیدنو له مهمو موضوعاتو وي.

