ایران له افغانستان سره د پټلۍ، کانونو او برېښنا په برخو کې د همکارۍ چمتووالی وښود

د افغانستان او ایران چارواکو د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي.
تهران هم له افغانستان سره د هرات–مزارشریف اوسپنې پټلۍ، کانونو استخراج او برېښنا تولید برخو کې د همکارۍ چمتووالی ښودلی دی.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وایي، د دغه وزارت مالي او اداري مرستیال محمد نعیم د ایران بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي ډیپلوماسۍ له مرستیال حمید قنبري سره لیدلي او پر دوهاړخیزو اړیکو، اقتصادي همکاریو او شته فرصتونو د اغېزمنې ګټې اخیستنې خبرې یې کړې دي.
په دې لیدنه کې په ایران کې د افغان کډوالو ستونزې، د ویزو ورکړې بهیر اسانتیا او کډوالو اړوند نورو موضوعاتو کې د ګډې همکارۍ پر پراختیا هم خبرې شوې دي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په وینا، حمید قنبري ویلي، ایران چمتو دی د هرات–مزارشریف اوسپنې پټلۍ جوړولو، کانونو استخراج او برېښنا تولید برخو کې له افغانستان سره همکاري وکړي.
محمد نعیم هم د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکې مهمې بللې او د ګډو هڅو پر دوام یې ټینګار کړی دی.

