۳۰ امریکايي ایالتونو د سپټمبر د یوولسمې قربانیانو ته د افغانستان د شتمنیو د ورکړې غوښتنه وکړه

د امریکا ۳۰ ایالتونو لویو څارنوالانو له سترې محکمې غوښتي، چې د افغانستان بانک د شاوخوا ۳.۵ میلیارد ډالرو کنګل شویو شتمنیو قضیه وڅېړي.
دغه شتمنۍ د سپټمبر د ۱۱مې بریدونو قربانیان او د هغوی کورنۍ د محکمو له لوري د ټاکل شویو غرامتونو لپاره غواړي.
د آیوا ایالت د لویې څارنوالۍ دفتر ویلي، دغو ایالتونو په وړاندې شوې عریضه کې د قربانیانو او کورنیو ملاتړ کړی، چې د امریکا په فدرالي محکمو کې یې د نږدې ۱۷ میلیارد ډالرو غرامت حکمونه ترلاسه کړي دي.
د امریکا د استیناف دویمې حوزې محکمې مخکې حکم کړی و، چې د افغانستان بانک شاوخوا ۳.۵ میلیارد ډالر شتمني د دغو غرامتونو لپاره نه شي کارول کېدای.
دغه شتمنۍ په ۲۰۲۱ کال کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د امریکا له لوري کنګل شوې او وروسته یې نیمایي برخه د «افغان فنډ» لپاره ځانګړې شوه.
اسلامي امارت بیا بیا د افغانستان بانک د کنګل شویو شتمنیو د بېرته آزادولو غوښتنه کړې ده.

